ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۲۶مه او د جولای میاشتې ۱۷مه نېټه ده) د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ویلی امریکا تر دې دمه د افغانستان د منزوی کولو یا اقتصادی او سیاسی ماتې پلان نه لری.
نوموړی وایی له افغانستان سره د امریکا اړیکې د دوحې په هوکړه پورې تړلې دی او څومره چې دا هوکړه عملی کېږی له کابل سره به د واشنګټن اړیکې ښې شی.
خلیلزاد ادعا کوی چې د دې هوکړې ډېرې برخې نه دی عملی شوې نو له همدې امله امریکا هم خپل ډیپلوماټیک ماموریت ځنډولی دی.
خلیلزاد زیاتوی چې د نوی حکومت له مشرانو سره په خبرو او مذاکراتو بوخت دی او دوی دې ته هڅوی چې د دوحې هوکړه عملی کړی.
هغه ټینګار وکړ چې د دوحې هوکړه د ټولو اړخونو په ګټه ده او عملی کول به یې د افغانستان او نړۍ ترمنځ اړیکې ښې کړی.
گهیځ