ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د چڼګاښ/سرطان ۲۷مه او د جولای میاشتې ۱۸مه نېټه ده) کندهار کې ځایی چارواکی وایی، چې په دغه ولایت کې د خپلو اوبو د مهارولو په موخه د اوبو درې بندونه رغول کېږی.
باختر دولتی خبری اژانس د افغانستان د ا.ا د یوه سیمه ییز مشر ملا عبدالخالق له قوله ویلی چې دا بندونه په شاه ولی کوټ او سپین بولدک ولسوالیو کې رغول کېږی.
د چارواکو په وینا د سپین بولدک اوبو بند د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت رغول کېږی، چې د ۲.۳ میلیونه مکعب متره اوبو زېرمه کولو وړتیا به ولری.
د یادولو وړ ده چې نوی بندونه به دوه میلیون جریبه کرنیزې ځمکې خړوبې کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې په کندهار کې د اوبو د کموالی له امله کروندګر اړ دی چې ژورې څاه ګانې وکیندی چې دې چارې د ځمکې لاندې د اوبو زیرمې نورې هم کمې کړې دی.
گهیځ