ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د چڼګاښ/سرطان ۲۷مه او د جولای میاشتې ۱۸مه نېټه ده) امریکایی رسنۍ وایی چې د سعودی عربستان چارواکو له بایډن څخه د نورو هېوادونو ارزښتونو ته د درناوی غوښتنه کړې ده.
راپورونه وایی د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان له جوبایډن سره په لیدنه کې ویلی، چې امریکا دې پر هر هېواد د خپلو ارزښتونو د منلو پرېکړه نه کوی.
د ده په وینا هر هېواد ځان ته ځانګړی ارزښتونه لری او ددې اړتیا ده چې امریکا درناوی ورته وکړی.
بن سلمان زیاته کړې چې امریکا دې د عراق او افغانستان له جګړو درس واخلی چې هلته یې له لګښتونو او پراخو جګړه سره سره و نه شوی کړی خپل ارزښتونه پر دغه هېوادونو ومنی.
هغه ټینګار کړی چې سعودی عربستان هم ځانګړی ارزښتونه لری چې د هېواد د پیاوړتیا لپاره یې مهم دی او امریکا که له دوی سره ملګرتیا غواړی دا ارزښتونه دې ومنی.
گهیځ