افغان خبریالان: ژوند مو وژغورئ؛ کانډا دې پر خپله ژمنه وفا وکړی

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د چڼګاښ/سرطان ۲۷مه او د جولای میاشتې ۱۸مه نېټه ده) یو شمېر افغان خبریالان چې بهر ته د تلو په نیت په اسلام اباد کې شپې او ورځې تیروی د یو اعتراض په ترڅ کې له کاناډا څخه وغوښتل چې له پاکستان څخه د دوی په ایستلو کې اقدام وکړی.
اعتراض کوونکو «افغان ژورنالستان وساتئ» او «کانډا دې د افغان ژورنالستانو د ژوند ژغورلو ژمنه پوره کړی» شعارونه له ځان سره لېږدول.
دوی وایی، له څو میاشتو راهیسی په پاکستان کې بې برخلیکه پراته دی او ټینګار کوی، هغو بنسټونو چې له پاکستانه نورو هېوادونو ته یې د افغان خبریالانو د لېږد برخه کې له دوی سره ژمنې کړې وې تر اوسه یې نه دی عملی کړې.
دوی وایی، چې په افغانستان کې یې د بیان د ازادۍ لپاره په کلونو کلونو کار کړی دی خو اوس یې ان هغه هېوادونه هم غږ نه اوری چې د بیان د ازادۍ د سرلارو دعوه کوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.