مالیزیا له افغانستان سره د اړیکو پراختیا غواړی

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د چنګاښ/سرطان میاشتې ۲۸مه او د جولای ۱۹مه نېټه ده) د مالیزیا غواړی، چې په بېلابېلو برخو کې په ځانګړی ډول د ظرفیت لوړونې په برخه کې له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړی.

دا خبره د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر ځانګړی سلا کار داتو احمد اعظم عبدالرحمن د رییس الوزارء له اداری مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی سره په لیدنه کې کړې او زیاته کړې یې ده، چې مالیزیایی پانګوال او سوداګر به وهڅوی څو په افغانستان کې پانګونه وکړی.

دغه راز ښاغلی حنفی هم ویلی، چې هېواد یې له مالیزیا سره د ښو اړیکو درلودو غوښتونکی دی.

نوموړی ویلی، چې د دوی له تجربو به، په ځانګړی ډول عادی ژوند ته د روږدو کسانو را ګرځولو، ښوونې او روزنې، لوړو زده کړو، ساینس، ټکنالوژۍ او پر بنسټیزو کارونو د پانګونې په برخه کې به د دوی له تجربو ګټه واخلی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.