د اوسپنۍ پټلۍ له لارې زرګونه ټنه صادرات او واردات شوی

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د چنګاښ/سرطان میاشتې ۲۸مه او د جولای ۱۹مه نېټه ده) په دې وروستیو دوه اونیو کې د اوسپنې پټلۍ په مرسته له افغانستانه څه باندې ۹ زره ټنه توکی صادر او څه باندې ۸۰ زره ټنه توکی وارد شوی دی.
د اوسپنې پټلۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې په تېرو دوه اونیو کې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۵۰ زره ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۷ زره ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۴ زره ټنه سوداګریز توکی افغانستان ته وارد شوی، چې ډېری یې تېل او ګاز وو.
د دغې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، په دې موده کې په ټولیزه توګه له افغانستانه ۹ زره و ۷۵۶ ټنه توکی صادر شوی، چې لویه برخه یې ممیز وو.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.