روسیه له افغانستان سره د پراخو اقتصادی او سیاسی اړیکو غوښتونکې ده

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د چنګاښ/سرطان ۳۰مه او د جولای میاشتې ۲۱مه نېټه ده) روسیه وایی له افغانستان سره پراخې اقتصادی او سیاسی اړیکې غواړی.
په کابل کې د روسیې مرستیال سفیر ویلی، چې دوی په دې نازکو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او خپلو بشرپاله مرستو ته ادامه ورکوی.
آنتون لاوروف دغه راز وایی چې دوی په افغانستان کې د دایمی ثبات غوښتونکی دی او غواړی له افغانستان سره ښې او پراخې اړیکې ولری.
هغه زیاته کړې چې په اقتصادی او سیاسی برخه کې به د اړیکو د پراختیا لپاره کار کوی.
روسیې تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د پراخو اړیکو د جوړولو غوښتنه کړې ده او تل یې ویلی چې دلته د دایمی ثبات په راتګ کې خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.