‏ سی آی اې: تمه مو نه لرله چې د جمهویت مشران دې وتښتی او پوځ وپاشل شی

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د چنګاښ/سرطان ۳۰مه او د جولای میاشتې ۲۱مه نېټه ده) ‏د امریکا مرکزی استخباراتو ادارې یا سی آی اې رییس «ویلیم برنز» اسپِن امنیتی فوروم کې ویلی چې امریکا هیڅ توقع نه لرله چې د افغانستان د جمهوریتی حکومت مشران وتښتی او پوځ دې وپاشل شی.
‏برنز وایی چې «سی آی اې» په افغانستان کې د طالبانو پرمختگ او د هغوی پر وړاندې نظامی او سیاسی غبرگونونو ته په کتو ناامیده وه خو زیاتوی چې له افغانستانه په وتلو کې یې ډیر څه زده کړی دی.
‏برنز وایی چې د افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو د وتلو پر وخت دی افغانستان کې و او د کابل پر هوایی ډگر د داعش د برید شاهد هم و چې ۱۳ امریکایی سرتیری پکې ووژل شول.
خو نوموړی وایی چې امریکا له افغانستانه د دې هیواد د اتباعو او د «سی آی اې» افغان همکارانو په ایستلو کې بریالۍ وه.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.