ګهیځ نیوز: نن شنبه (د زمری/اسد میاشتې لومړۍ او د جولای میاشتې ۲۳مه نېټه ده) د راپورونو له مخې د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې د روانې جولای میاشتې په ۲۵ او ۲۶ نېټه د افغانستان په اړه سیاسی او اقتصادی نړیوال ناسته جوړېږی.
په دې ناسته کې به د شلو هېوادونو استازی ګډون وکړی او پکې به د افغانستان امنیتی وضعیت او بشری بحران وڅېړل شی.
د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلی و، چې دې نړیوالې غونډه کې به د اسلامی امارت پلاوی هم برخه واخلی.
گهیځ