افغان حکومت له ایران سره د نفتی موادو د پېرلو قرارداد لاسلیک کړ

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د زمری/اسد میاشتې لومړۍ او د جولای میاشتې ۲۳مه نېټه ده) د افغانستان ا.ا له ایران سره د ۳۵۰ زره ټنه نفتی توکو د پېرلو قرارداد لاسلیک کړ.
د بهرنیو چارو وزارت وایی، د زرونو ټنو پېرلو هوکړه یې د هېواد په بازرونو کې د نفتی توکو د بیو د را ټیټولو په موخه کړې.
د مالیې وزارت په ګدون د بهرنیو چارو، سوداګرۍ وزارت او نورم سټنډرډ ادارې ګډ پلاوی په همدې موخه ګاونډی هېواد ایران ته سفر کړی.
پلاوی هلته د مېشت افغان سفارت په مرسته د نفتی موادو د نرخونو، ټرانزیټ او سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرو په پار د ایران له ځینې استازو او چارواکو سره کتلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا، هوکړه شوې چې په ایران کې د نفتی توکو معامله ګر به د افغان حکومت له لوری په رسمی بڼه ور معرفی کېږی.
وزارت وایی، چې د ۳۵۰ زره ټنه نفتی توکو واردول به په لنډو ورځو کې پیل شی او ور سره به په بازارونو کې د نفتی توکو بیې را ټیټې شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.