یوناما د نجونو د ښوونځیو پرانستو په اړه له ا.ا سره په خبرو بوخته ده

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د زمری/اسد میاشتې لومړۍ او د جولای میاشتې ۲۳مه نېټه ده) د ا.ا له لوری د نجونو پر مخ له شپږم ټولګی پورته د ښونځیو تړل کېدو ګڼ نړۍوال غبرګونونه راپارولی او ځینو ژر تر ژره د دې ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کړې ده.
د یوناما د بشری حقونو د څانګې مشرې ډېنیېل بیل له طلوع نیوز سره په تازه مرکه کې ویلی، دوی له ا.ا سره په اړیکه کې دی څو د نجونو د ښوونځیو دروازې پرانیزی.
د یوناما دغه چارواکې د نجونو د ښوونځیو تړل د هېواد د پرمختګ پر وړاندې خنډ ګڼی او وایی چې دا چاره به د هېواد پر اقتصاد او پرمختګ ناوړه اغېز وکړی.
نوموړې د ټولنې په پرمختګ کې د ښځو رول مهم ګڼی او زیاتوی چې له ټولنې د نجونو او ښځو ګوښه کول به د افغانستان پر راتلونکې ناوړه اغیز وکړی.
نن په هېواد کې د نجونو پر مخ د متوسطو او لیسو د تړل کیدو ۳۰۹ ورځې پوره شوې او میلیونونه زده کوونکې نه شی کولی چې ښوونځیو ته لاړې شی. د اسلامی امارت له لوری د نجونو د منځنیو او لېسو نه پرانېستنې ګڼ نړۍوال غبرګونونه راپارولی او له افغان ولس سربېره نړۍوالې ټولنې تل د نجونو د پاتې ښوونځیو د پرانېستنې غوښتنه کړې ده.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.