ګهیځ نیوز: نن شنبه (د زمری/اسد میاشتې لومړۍ او د جولای میاشتې ۲۳مه نېټه ده) افغان چارواکی وایی د پنجشېر له سیند څخه کابل ته د څښاک پاکو اوبو رسولو پروژه به ډېر ژر پیل شی.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطیف منصور نن (شنبه د زمری لومړۍ) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره به په مرکز کابل کې د څښاک پاکو اوبو د کمښت ستونزه هواره شی.
نوموړی زیاته کړې چې د دوی د سروې له مخې پر دغه پروژه به درې میلیون امریکایی ډالره لګښت راشی.
د اوبو او نرژۍ وزیر له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې زېرمې خلاصی کړی، تر څو دوی یې د خلکو لپاره په عام المنفعه پروژو کې ولګوی.
دا په داسې حال کې ده، چې په کابل ښار کې تر ځمکې لاندې اوبو کمېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوی دی.
گهیځ