ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د زمری/ اسد ۴مه او د جولای میاشتې ۲۶مه نېټه ده) د ریاست الوزراء اداری مرستیال وایی، د کجکی بند د برښنا د تولید کچه ۱۵۱ میګاواټو ته رسېدلې او دغه پروژه ګټې اخیستنې ته چمتو شوې ده.
د راپور له مخې، د ۱۴۰۰ کال په مرغومی میاشت کې د هلمند ولایت د کجکی بند درېیو توربینونو ۵۰ میګاواټه برښنا تولیدوله او د ۷۷ ترکی ساختمانی شرکت له خوا یې پر درېیو توربینونو کار روان و، څو په فعالېدو سره یې د برښنا د تولید وړتیا ۱۵۰ میګاواټو ته لوړه شی.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلی چې د ریاست الوزراء اداری مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی د ۷۷ ترکی ساختمانی شرکت له مرستیال براق انسال سره په کابل کې کتلی دی.
سرچینه زیاتوی، د دغه شرکت د پلان پر بنسټ باید د کجکی بند د برښنا تولید ۱۵۱ میګاواټو ته ورسېږی چې اوسمهال یې بشپړ کړی او ګټې اخیستنې ته چمتو دی.
گهیځ