دلاور: پاکستان باندې تر اوسه ډبرو سکاره په کالدارو نه دی پلورل شوی

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د زمری/ اسد ۴مه او د جولای میاشتې ۲۶مه نېټه ده) د کانونو او پټرولیم وزارت وایی، چې نړیوال بازار ته په کتو سره د ډبرو سکاره پلوری او اوس مهال یې بیه شاوخوا ۲۰۰ امریکایی ډالره ده.
د دې وزارت سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور په ځانګړې مرکه کې ویلی، چې له هیڅ هیواد سره پر نورو پیسو د کانونو په پلورلو کې معامله نه کوی.
نوموړی څرګنده کړه، چې له پاکستان سره تراوسه په کالداره سکاره نه دی پلورل شوی او نه به په راتلونکی کې داسې کوم څه و شی.
ښاغلی دلاور دغه راز زیاته کړې ده، چې افغانستان اوس مهال په زیاته اندازه د ډبرو د سکرو کانونه لری او شاوخوا یو میلیارډ ډالر هر کال له دې سکرو څخه افغانستان ترلاسه کولای شی.
د یادونې وړه ده، چې په دې وروستیو کې داسی راپورونه ورکړل شوی و، چې ګواکی له افغانستان څخه پاکستان ته صادریدونکی سکاره په کلداره باندې پلورل کیږی، خو د کانونو وزارت سرپرست وایی، چې په بهرنۍ کرنسۍ هیڅکله معامله نکوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.