ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د زمری/اسد ۴مه اود جولای میاشتې ۲۶مه نېټه ده) د ازموینې ملی ادارې، چې د تېر حکومت تر پرځېدو را وروسته یې فعالیتونه بندو، بېرته خپل فعالیت پیل کړ او له ۱۲۰ تنو څخه یې د آزادې سیالۍ له لارې ازموینه واخیسته.
د ملکی خدمتونو ملی ادارې سرپرست عبدالبصیر صدیقی وایی چې هڅې یې روانې دی څو په اداراتو کې روڼتیا رامنځ ته کړی څو له دې وروسته څوک په ادارو کې د ګمارنې له بهیره شکایت و نه کړی.
د چارو ادارې مرستیال سیف الدین طایب هم وایی چې د الکترونیکی ازموینو ملی ادارې پیلېدو سره به په ازموینو کې د فساد مخنیوی وشی او حق به حقدار ته وسپارل شی.
د ټولګټو چارو وزارت وایی چې ۱۴۲بستونو ته تر دوه زرو ډېرو خلکو نوملیکنه کړې ده او ۳۰۰ نور بستونه به په نږدې راتلونکې کې ازاد رقابت ته وړاندې شی.
گهیځ