ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د زمری/ اسد ۶مه او د جولای میاشتې ۲۸مه نېټه ده) د فواید عامې وزارت وایی، نن به د کابل ـ کندهار لویې لارې بیا رغنیزې چارې په عملی توګه پیل کړی.
د یاد وزارت ویاند حمیدالله مصباح وایی چې یاد کار به لومړی له کندهار څخه تر زابل ولایت پورې پیل شی چې د سړک بروالی به یې تر پخوانی درې متره پراخ وی.
د هغه په وینا د دغه سړک کارونه د داخلی بودجې او افغان شرکتونو لخوا تر سره کیږی.
د کابل ـ کندهار لویه لار چې د حامد کرزی په مشرۍ پخوانی حکومت پر مهال یو ځل بیا جوړه شوې وه، د تیرو شلو کلنو جګړو، د لویو بار وړونکو موټر د زیات وزن او په ځینو سیمو کې د خراب کیفیت له امله سخته ویجاړه شوې ده.
گهیځ