ملګرو ملتونو د کرېکټ شپږیزه لیګ سیالیو په لوبغالی کې پرونۍ چاودنه غندلې

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د زمری/اسد ۸مه او د جولای میاشتې ۳۰مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشی د ځانګړی استازی مرستیال او د بشری مرستو تنظیموونکی رامز الاکبروف د کابل د کرېکټ په نړیوال لوبغالی کې پرونۍ چاودنه په کلکه وغندله.
د کابل ایمرجنسی روغتون ویلی، چې په دې چاودنه کې ۱۳ کسان ټپیان شوی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د سمون ادارې یا اوچا په یوه بیان کې د اکبروف په حواله لیکی، چې وایی دا چاودنه د هغه تشدد یادونه کوی چې د افغانستان خلک ورسره مخامخ دی.
اکبروف د چاودنې پر مهال په لوبغالی کې حاضر و.
هغه د دې چاودنې په اړه د بې پرې او رڼو څېړنو غوښتنه کړې او پر چارواکو یې غږ کړی چې د برید عاملان عدالت ته راکاږی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.