د افغانستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو د هلمند اوبو پر سر خبرې کړی

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د زمری/اسد ۸مه او د جولای میاشتې ۳۰مه نېټه ده) د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د هلمند د اوبو په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقی سره ټېلېفونی خبرې کړې دی.
د ایران د فارس دولتی خبری اژانس په خبر کې راغلی، چې په دې خبرو کې نوموړی ګواښ کړی که د هلمند سیند اوبو کې د ایران د برخې مسله هواره نه شی نو دا به له افغانستان سره د ایران پر همکاریو منفی اغېز وکړی.
تر دې مخکې ایرانی رسنیو راپور وکړی و چې د ایران ولسمشر، ابراهیم رییسی خبرداری ورکړی چې هېواد یې هلمند سیند کې له خپلې برخې اوبو نه تېرېږی.
بلخوا د افغانستان د ا.ا مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد ویلی، دوی د ایران حق په رسمیت پېژنی خو که سیند کې اوبه نه وی له کوم ځایه یې ورکړی.

یاد خبری اژانس د امیر خان متقی له قوله لیکلی چې دوی د هلمند اوبو کې د ایران حق ته ژمن دی او چې کافی اوبه وی نو هغه د ایران لوری ته پرېږدی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.