ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د زمری/اسد ۹مه او د جولای میاشتې ۳۱مه ڼېټه ده) په تېره یوه اونۍ کې د اوسپنې پټلیو له لارې رزګونه مټریک ټنه صادرات او واردات شوی دی.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ، ادارې په یوې خبرپاڼه کې ویلی چې یاد صادرات او واردات د حیرتان، اقینې او تور غونډې بندرونو نه شوی دی.
د دې ادارې د معلومات له مخې، له حیرتان نه ۳۱۷۲۲ ټنه، د آقینې بندر نه ۷۵۸۹ ټنه او تورغونډۍ بندر نه ۸۹۱۸ ټنه واردات چې ټول ۴۸۲۲۹ ټنه نفتی، غیر نفتی او نور مواد دی، هېواد ته وارد شوی دی.
یادې ادارې، دغه شان ویلی، چې تېره اوونۍ کې ټولټال له افغانستانه ۴۰۲۶ ټنه صادرات هم شوی چې لویه برخه یې ممیز دی.
د معلوماتو پر بنسټ، دغه صادارات ترکمنستان او ازبکستان ته شوی دی.
گهیځ