ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د زمری/اسد ۱۰مه او د اګسټ میاشتې لومړۍ نېټه ده) ا.ا له ایران سره د اوبو پر سر د سردار محمد داوود خان په وخت کې د شوی تړون پر بنسټ عمل کوی.
د اوبو او انرژۍ وزارت ویلی په هلمند سیند د ایران د اوبو حق د ۱۳۵۱ کال د هوکړې پر بنسټ ۲۲ متره مکعبه په ثانیه کې دی چې افغان لوری په تېرو وختونو کې هم څلور متره مکعبه اوبه د ګاونډیتوب په درناوی اضافه دغه هېواد ته ورکړې دی.
د یاد وزارت په خبره خو دا چې وچکالی ده او افغانستان په خپله د اوبو له کمښت سره مخ دی نو نه شی کولی چې د ایران حقابه پوره کړی.
ایران په وروستیو کې په ځلونو له افغان حکومت غوښتی چې د دوی د اوبو حق ورکړی خو افغان حکومت وایی چې ایران اوږده کلونه له افغان اوبو استفاده کړې ده او اوس هم هڅه کوی له وچکالۍ سره سره لا ډېرې اوبه ترلاسه کړی.
گهیځ