ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د زمری/اسد ۱۰مه او د اګسټ میاشتې لومړۍ نېټه ده) د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمی قمی ویلی، په هلمند کې د یکشنبې د ورځې له شخړې وروسته د ایران او افغانستان دفاع وزارت چارواکو ناسته کړې.
قمی پر ټویټر لیکلی، چې د افغانستان دفاع وزارت د ا.ا پوله ساتو ځواکونو ته د شخړې د درولو لارښوونه او د دا ډول عمل د تکرار د مخنیوی په موخه د یوې ګډې کمېټې د جوړولو سپارښتنه کړې ده.
تېره یکشنبه په نیمروز کې د ا.ا پوله ساتو ځواکونو او ایرانی پوله ساتو تر منځ نښته وشو، چې په دې پېښه کې یو افغان پوله ساتی وژل شوی او یو بل ټپی شوی دی.
هم افغان حکومت او هم ایرانی حکومت رسما د شخړې د سبب په اړه څه نه دی ویلی.
گهیځ