جاپان په افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړو

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د زمری/اسد ۱۰مه او د اګسټ میاشتې لومړۍ نېټه ده) په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشی اوکادا د ریاست الوزراء له سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلی چې هېواد یې غواړی په افغانستان کې د جاپان له لوری تمویلېدونکې نیمګړې پروژې بشپړې کړی.
ارګ په دې په دې تړاو په خپله خبرپاڼه کې د اوکادا له قوله ویلی، چمتو دی، چې د سرې میاشتې له لارې په افغانستان کې د طبیعی پېښو له کبله له زیانمنو خلکو سره اړینې مرستې وکړی.
ورته مهال سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر د جاپان له مرستو د مننې ترڅنګ د دغو مرستو د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.
د یادونې وړ ده چې جاپان تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د خپلو پروژو د بشپړېدو خبر ورکړی و.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.