ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د زمری/اسد ۱۲مه او د اګسټ میاشتې درېیمه نېټه ده) که څه هم امریکا په بصری توګه د یمن الظواهری د وژلو ټینګه ادعا کوی خو تر اوسه د هغه د مړینې ډی ان اې تایید نه لری.
د امریکا د ملی امنیت ویاند جان کربی ویلی، چې کابل کې د القاعده شبکې د مشر وژنه د امریکا له لوری په بصری توګه تایید شوې؛ خو لا هم د نوموړی «ډیاېناې» ته لاسرسی نه لرو.
دا خبره د سپینې ماڼۍ یوه ویاند جان کربی کړې .
له دې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې د القاعده مشر په افغانستان کې د امریکا د بی بیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
د رویترز خبری آژانس د راپور له مخې جان کربی وویل چې متحده ایالات به دغه تایید ترلاسه نشی کړای.
د افغانستان ا.ا امارت د لې پیلوټه الوتکې برید تایید کړی خو تر اوسه یې په دې اړه، چې په دغه برید کې څوک وژل شوی او موخه یې څوک وو، څه نه دی ولی.
گهیځ