ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د زمری/اسد ۱۲مه او د اګسټ میاشتې درېیمه نېټه ده) د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقانی ویلی، القاعده په افغانستان کې پوځی ځواک نه لری او دغه ډله اوس نړیوال امنیت ته ګواښ ندی.
ښاغلی حقانی له یوې هندی شبکې سره په خبرو کې په افغانسیتان کې د القاعد حضور رد کړی دی.
سراج الدین حقانی ویلی؛ د القاعدې هیڅ غړی په افغانستان کې پوځی حضور نلری او دغه شبکه له افغانستان څخه د سیمې هېوادونه نشی ګواښلی.
ښاغلی حقانی په خپلو خبرو کې څرګنده کړې، چې اسلامی امارت له داعش سره په جګړه کې دی او په دې برخه کې له نړیوالې ټولنې سره پخپلو ژمنو ولاړ هم دی.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی سراج الدین حقانی ویلی؛ مونږ له نړۍ او اسلامی هېوادونو سره د داعش په اړه پر کړیو ژمنو ولاړ یوو او د دې ډلې پر ضد مو ګامونه پورته کړی دی؛ خو د القاعده په اړه باید ووایم، چې دا شبکه په افغانستان کې نشته او نور نړۍ ته ګواښ نه بلل کېږی.
نړۍ ته زمونږ پیغام دا دی، چې نور په افغانستان کې ترهګرې ډلې نشته او نه به اجازه ورکړو، چې افغانستان د ترهګرو پر مرکز بدل شی. زمونږ ځواکونه دا توان لری، چې د افغانستان، سیمې او نړۍ امنیت ته د ګواښ مخه ونیسی.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهری د وژلو ټینګه ادعا کوی.
ا.ا برید تاییدوی او په ضمن کې یې د نړیوالو اصولو او دوحې تړون خلاف عمل بولی، خو لا هم د الظواهری د وژلو په اړه چپ دی.
گهیځ