له ایران سره د اوبو په تړاو هېڅ ډول نوې هوکړه نه کېږی

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د زمری/اسد ۱۳مه او د اګسټ میاشتې ۴ مه نېټه ده) افغان حکومت ټینګار کوی چې له ایران سر د اوبو په تړاو لېسزې وړاندې شوې هوکړې پر بنسټ عمل کوی.
د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال مجیب الرحمان عمر په تازه څرګندونو کې ویلی له ایران سره د اوبو په تړاو هغه هوکړه د عملی کېدو وړ ده چې په ۱۳۵۱ کال کې لاسلیک شوې ده.
د ده په خبره ایران خپله ټوله حقابه تر لاسه کړې ده او له دغه هېواد سره د نوې هوکړې هېڅ امکان نشته دی.
دغه افغان چارواکی ویلی دوی له ایران سره د پخوانیو هوکړو پر بنسټ عمل کوی او په دې تړاو د افغان حکومت دریځ څرګند دی.
هغه زیاته کړې چې له ایران سره هر ډول مذاکراتو ته تیار دی، خو له خپل حقه نه تېرېږی او نه به هم د نوو هوکړو لاسلیک ته غاړه کېږدی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.