ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د زمری/اسد ۱۳مه او د اګسټ میاشتې ۴ مه نېټه ده) د افغانستان د اسلامی امارته حکومت په یوه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د ایمن الظواهری د اوسېدو او وژل کېدو په تړاو بې خبری ښودلې.
د امریکا د ولسمشر جوبایډن هغې ادعا ته چې ګواکې د کابل په شېرپور سیمه کې یې په یوه هوایی برید کې د القاعده مشر ایمن الظواهری وژلی، ا.ا وایی چې دوی افغانستان ته الظواهری له راتګه او دلته د اوسېدو په اده هیڅ معلومات نه لری.
تېره یکشنبه د امریکا بې پیلوټه الوتکې د پلازمېنې کابل په شېرپور سیمه کې پر یوه مسکونی کور هوایی برید وکړ، ورپسې د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ، چې په دغه برید کې یې ایمن الظواهری وژلی دی.
خو لا هم ا.ا د جوبایډن دغه ادعا نه تایید کړې او نه یې هم ردوی.
تازه د ا.ا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې کشفی او استخباراتی ارګانونو ته یې د پېښې د بېلا بېلو اړخونو په هکله د کره او هر اړخیزې څېړنې لارښوونه کړې.
دوی یو ځل بیا ډاډ ورکوی چې د افغانستان له خاورې د امریکا په ګډون هیڅ هېواد ته خطر نه شته.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې ا.ا د دوحې تړون عملی کول غواړی او سرغړونې باید پای ته ورسېږی.
ا.ا په ټینګار سره ویلی، چې د ټولو نړیوالو اصولو خلاف امریکا د دوی پر خاوره تېری کړی، چې د تکرار په صورت کې به د هر ډول پایلو پړه د امریکا پر غاړه وی.
گهیځ