ګهیځ نیوز: نن شنبه (د زمری/اسد ۱۵مه او د اګسټ میاشتې ۶مه نېټه ده) د کابل په ګډون په ننګرهار، خوست، پکتیا، مزار شریف، زابل، بدخشان او څو نورو ولایتونو کې ګڼ شمېر کسانو د پراخو لاریونونو په ترڅ کې پر افغانستان د امریکا د بې پیلوټه الوتکې وروستی برید وغانده او د امریکا پر ضد یې شعارونه ورکول.
د تېرې جولای میاشتې په ۳۰مه نېټه امریکا د کابل په شېرپور سیمه کې پر یوه کور د بې پیلوټه الوتکې پر مټ هوایی برید وکړ او ادعا یې وکړه چې په دې برید کې یې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهری وژلی دی.
د امریکا د دغه برید په ګډون کې تېره ورځ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې اعتراضی لاریونونه وشول او لاریونوالو (مرګ په امریکا) شعارونه یې ورکول.
په ځینو لاریونونو کې د پاکستان د پوځ د استخباراتی اداری (ای ایس ای) پر ضد شعارونه هم لیدل کېدل.
که څه هم امریکا په برید کې د ایمن الظواهری د وژل کېدو ادعا کوی خو ا.ا له بریده څلور ورځې وروسته په یوه اعلامیه کې په کابل کې د الظواهری له اوسېدو بې خبرې څرګنده کړه او ویې ویل چې په دې اړه به پلټنې وکړی.
بلخوا د امریکا یو لوپوړی چارواکی جان کربی ویلی، چې امریکا د ظواهری د مړینې په تړاو (ډی، ان، ای) معلوماتو ته لاسرسی نه لری.
ا.ا همدارنګه په کابل کې د امریکا دا برید د “نړیوالو اصولو او دوحې له تړون سرغړاوی” وباله.
خو امریکایی چارواکی بیا د ا.ا حکومت تورنوی چې په کابل کې یې د القاعده مشر ایمن الظواهری ته د خوندی ځای په برابرولو، د دوحې په تړون کې کړې ژمنه ماته کړې ده.
گهیځ