حکمتیار وایی امریکا لا هم په افغانستان کې نظامی جګړه مخ ته وړی

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د زمری/اسد ۱۶مه او د اګسټ ۷مه نېټه ده) د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار په کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهری وژلو ته په اشاره ویلی چې امریکا لا هم په افغانستان کې فعال نظامی حضور لری او خپلې جګړې ته یې د پای ټکی نه دی ښودی.
نوموړی دا خبرې د تېرې جمعې په ورځ د جمعې لمانځه لپاره په بیان کې کړی دی.
هغه وویل، چې امریکا تر اوسه پورې د القاعده د مشر د وژلو په تړاو هیڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی. زیاته یې کړه چې همدا بریدونه د (دوی په تعبیر) د ترهګرۍ زېږنده ده او ترهګرو ډلو د رامنځ ته کولو اسباب دی.
ښاغلی حکمتیار وویل، چې د سپټمبر ۱۱ مې پېښې لامل هم همدا ډول بریدونه و. د نوموړی په وینا، د دوحې تړون هسې یوه دوکه وه، دا د سولې تړون نه و. وایی چې امریکا دې تړون ته هېڅ التزام او درناوی نه لری.
حکمتیار ویلی، د ظواهری وژلو سره نه القاعده له منځه ځی، نه امریکا خپلې موخې ته رسیږی لکه څنګه چې د اسامه په وژلو یې خپلې موخې ترلاسه نه کړې.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.