پوهنې وزارت: په تعلمی نصاب کې ستونزې د نجونو د ښوونځیو د نه پرانستل کېدو لامل دی

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د زمری/اسد ۱۷مه او د اګسټ میاشتې ۸مه نېټه ده) د پوهنې وزارت چارواکی وایی، چې په تعلیمی نصاب کې د ستونزو له کبله د نجونو ښوونځیو په پرانیستو کې ځنډ راغلی دی.
د پوهنې وزارت مرستیال سیداحمد شهیدخېل وایی، چې په تعلیمی نصاب کې د شته ستونزو او د دغو ستونزو تر هوارېدو به د نجونو ښوونځی تړلی پاتې وی خو په خبره یې ا.ا پرته له فشار څخه د نجونو ښوونځیو پرانیستو ته ژمن دی.
هغه ویلی: «مونږ ته وخت راکړئ ښوونځی به هرومرو پرانستل کېږی».
شهید خېل ډاډ ورکړ، چې ا.ا به حتما یوه ورځ د نجونو پر مخ ښوونځی پرانیزی. دا په داسې حال کې ده چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی د جرمنی د شپېګل مجلې سره په مرکه کې ویلی وو، چې د نجونو ښوونځی د پاکستان په امر تړل شوی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.