ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د زمری/اسد ۱۸مه د اګسټ ۹ نېټه ده) پاکستانی طالبان وایی، چې د مشرانو په وژنه کې یې پاکستانی استخبارات لاس لری.
د پاکستانی طالبانو یا ټی ټی پی له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې پاکستانی استخبارات د دوی د مشرانو په وژلو کې لاس لری او تر څنګ یې د غچ اخیستلو خبر هم ورکړی دی.
له دې سره جوخت په شمالی وزیرستان کې پر پاکستانی عسکرو ځانمرګی برید هم شوی دی.
سرچینې وایی چې په دې پېښه کې درې پاکستانی عسکر وژل شوی او ګڼ نور کسان ټپیان شوی دی.
پاکستانی طالبانو په خپله خبرپاڼه کې په څرګند ډول نه دی ویلی، چې کوم مشران یادوی خو تېره ورځ په پکتیکا کې د خالد خراسانی په ګډون د ټی ټی پی د درې غړو د وژل کېدو خبرونه ورکړل شوی وو.
گهیځ