ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د زمری/اسد ۱۸مه د اګسټ ۹ نېټه ده) کرزی په افغانستان کې د جګړې پای او د امنیټ ډینګېدو ته خوښی خودلې خو وایی، چې د نجونې پر مخ دې ښوونځی خلاص شی.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی د امریکایی «NPR» راډیو سره په مرکه کې ویلی، په افغانستان کې د جگړې په پای ته رسیدو او د امینت په ښه کیدو خوشحاله دی خو زیاته کړې یې ده چې د یوه ټولګډونه حکومت جوړیدلو کار لا هم پاتې دی او نجونې لا هم له ښوونځیو منع دی.
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلی، چې تیر کال اګست میاشت کې کابل ته د ا.ا د کاروان د ننوتو پر مهال یې د خپل ژوند لپاره ویره درلودله خو په وینا یې دغه ویره یې له طالبانو نه بلکې له بهرنیو کړیو څخه وه.
ښاغلی کرزی په امریکا غږ کړی چې په افغانستان کې خپلې تېروتنې سمې کړی، نوموړی ویلی چې امریکا په تیرو ۲۰ کلونو کې ډیرې تیروتنې کړی او له افغانستان څخه هم په ډېرې بې عزتۍ ووتل.
کرزی دغه راز ویلی چې د کابل دننه ازاد دی خو نشی کولای بهر ته سفر وکړی.
گهیځ