ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د زمری/اسد ۱۸مه د اګسټ ۹ نېټه ده) د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقانی وایی، د بنسټیزو پروژو ساتنه او پالنه افغانستان د ځان بسیاینې په لور بیایی.
د کورنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې خلیفه حقانی دا څرګندونې هلمند ولایت ته د سفر په ترڅ کې له کجکی برېښنا بند څخه د لیدنې پر مهال کړې ده.
خبرپاڼې زیاته کړې، چې سرپرست وزیر د دې لیدنې پرمهال امنیتی مسوولینو ته جدی سپارښتنه وکړه، چې په ټول توان د دې بنسټیزې پروژې ساتنه وکړی.
په خبرپاڼه کې راغلی، نوموړی د کجکی بند له تخنیکی مسوولینو او انجنیرانو سره هم ولیدل، د هغوى د زیار او هڅو ستاینه یې وکړه او وې وهڅول چې د داسې ټولګټو پروژو په کار کې تر وروستی حده زیار وباسی.
نوموړی په ټینګار سره وویل چې د داسې بنسټیزو پروژو رغول او ساتل د افغانستان ا.ا له لومړیتوبونو څخه دی او باور لری چې پر خپلو پښو درېدلو لپاره ترټولو غوره لار همدا ده.
گهیځ