ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د زمری/اسد ۱۹مه او د اګسټ میاشتې ۱۰مه نېټه ده) د کډوالو نړیوال اداره وایی، په افغانستان کې د سیمه ییزو کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ له لارې هغو افغانانو ته د کار زمینه برابروی چې بېرته دې هېواد ته ستنېږی.
دغې ادارې پر خپله ټوېټرپاڼه د رضا په نوم د یوه افغان ځوان له تصویر سره لیکلی، چې نوموړی هېواد ته له بېرته ستنېدو وروسته خپل ژوند ته د سمون ورکولو په برخه کې ستونزه درلوده خو د نوی کسب په زده کولو سره یې د ځان لپاره کار پیدا کړ.
رضا ویلی چې په ۲۰۱۶ کال ایران ته تللی و او له دوو کالو کډوالۍ وروسته چې له ډېرو ستونزو سره مخ و، بېرته افغانستان ته راستون شوی دی.
د مهاجرت نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنرۍ په داسې حال کې افغانستان ته له بېرته ستنېدونکو سره په ټولنه کې د بېرته جذبېدو په برخه کې ځینې مرستې کوی چې له دې هېواده د افغانانو د وتلو لړۍ روانه ده او هره ورځ په زرګونو کسان ګاونډیو هېوادونو په تېره ایران او پاکستان ته د وتلو تکل کوی.
گهیځ