مجاهد: د ظواهری د وژنې په اړه څېړنې روانې دی

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د زمری/اسد ۱۹مه او د اګسټ میاشتې ۱۰مه نېټه ده) د ا.ا مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد وایی، د امریکا د ولسمشر جوبایډن د هغې ادعا په اړه څېړنې روانې دی، چې ګواکی د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهری یې کابل کې هوایی برید کې وژلی دی.
د تېرې جولای میاشتې پر ۳۱مه نېټه امریکا د پلازمېنې کابل په شېرپور سیمه کې پر یوه استوګنځی هوایی برید وکړ، په سبا یې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن ادعا وکړه چې په دغه برید کې یې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهری وژلی دی.
ا.ا امارت ویلی چې د برید پر ځای کې یې کوم جسد نه دی موندلېی او د امریکا د دې ادعا په اړه هر اړخیزې او کره څېړنې کوی.
دغه راز مجاهد ملی ټلویزیون سره مرکه کې دا هم زیاته کړې، چې له شپږم ټولګی پورته د نجونو د ښوونځیو تړل کېدل دینی اړخ لری او په دې اړه د علماوو ترمنځ د نظر یووالی ته اړتیا ده.
نوموړی ویلی، اوسمهال نه یوازې دا چې افغانستان له بحرانی حالته خلاص شوی، بلکې امنیت هم ټینګ دی، خو خلک اقتصادی ستونزې لری، چې عامل یې د امریکا لخوا د افغانستان د پانګې کنګل کېدل دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.