ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د زمری/اسد ۱۹مه او د اګسټ میاشتې ۱۰مه نېټه ده) د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی د خپل کار په دفتر کې نن د افغانستان لپاره د چین له ځانګړی استازی او په کابل کې د چین له سفیر سره کتلی دی.
په دې لیدنه کې په افغانستان او سیمه کې پر روان وضعیت خبرې شوې دی. د پخوانی ولسمشر له مطبوعاتی دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلی چې د چین او افغانستان ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار شوی دی او پر دې بحثونه شوی چې څنګه د دواړو اړخونو ترمنځ اقتصادی او سوداګریزې اړیکې پراخې شی.
پخوانی ولسمشر له افغانستان سره د چین له همکاریو مننه کړې ده او ددغه همکاریو د لا پراختیا غوښتنه یې کړې ده.
گهیځ