ایران ته د بهېدونکو اوبو د اندازه کولو لپاره سټېشنونو جوړېږی

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د زمری/اسد ۲۰مه او د اګسټ میاشتې ۱۱مه نېټه ده) افغانستان او ایران پرېکړه کړې چې د هلمند په اوبو کې د ایران د حقابې د اندازه کولو لپاره د دریو سټېشنونو د جوړولو عملی چارې پیل کړی.
د اوبو او انرژۍ وزارت له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی چې د اوبو او انرژۍ د سرپرست وزیر په مشرۍ افغان پلاوی د ایران د انرژۍ د وزیر په مشرۍ له ایرانی پلاوی سره کابل کې کتلی دی.
سرچینه زیاتوی چې دې کتنه کې د هلمند سیند په اوبو کې د ایران د حقابې د ورکړې په اړه بحث شوی او افغان لوری ویلی چې د ۱۳۵۱ کال د تړون پر بنسټ د ایران د حقابې ورکړې ته ژمن دی.
دواړو لورو هوکړه کړې چې په دې برخه کې د ناندریو د پای ته رسېدو لپاره به په ټاکلو نقطو کې د اوبو د مقدار د سنجولو لپاره د سټېشنونو د جوړولو عملی چارې پیل کړی.
د ایران د انرژۍ وزارت دغه راز له افغان لوری سره ژمنه کړې چې د بادی برېښنا د تولید او لویو ښارونو ته د څښاک اوبو د لېږد په برخه کې به له ا.ا سره خپلې تجربې شریکې کړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.