په پکتیکا کې د ډبرو سکرو کان موندل شوی

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د زمری/اسد ۲۲مه او د اګسټ ۱۳مه نېټه ده) د پکتیکا په سرروضې ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو یو کان تثبیت شوی او د کیندنې چارې یې یوه کورنی شرکت ته په قرارداد ورکړل شوی دی.
د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم رییس مولوی نظرګل صیاد وایی، چې د دوی تخینکې ټیم د سرروضې ولسوالۍ په ګلردین سیمه کې د ډبرو سکرو یوکان تثبیت کړی دی.
نوموړی وایی له یاد کان څخه د ډبرو سکرو د ایستلو چارې تازه پیل شوی چې لسګونه کسانو ته به پکې د کار زمینه برابره شی.
صیاد وایی دغه کان د خلکو په شخصی ځمکه کې تثبیت شوی، نو د وزارت له لارښوونې سره سم به تر ۱۰ زرو ټنو پورې د ډبرو سکاره د سیمې خلک وباسی او د هرټن پر سر به درې زره افغانۍ د دولت عوایدو ته جمع کوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.