ګهیځ نیوز: نن دوشنبه د زمری ۲۴ او د اګسټ ۱۵مه نېټه ده چې په افغانستان کې د ا.ا د واک ته رسېدو له ورځې سره برابره ده.
کال وړاندې په همدې ورځ د ا.ا ځواکونو له پنجشېر پرته د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد ټول ولایتونه تر خپل کنټرول لاندې را وستل.
د ا.ا مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد د همدې ورځې په تړاو ولس ته مبارکی ویلی او دا ورځ یې “د کابل د فتحې ” په نوم نومولې ده.
هغه پر خپل ټویټر لیکلی: “دا ورځ د باطل په وړاندې د حق د بریا او د افغان ملت د نجات او آزادۍ ورځ ده. خپل ملت ته د ابد لپاره د استقلال، حریت او ازادۍ دعا کوم”.
مجاهد هیله مندی ښودلې چې له دې وروسته په هېواد کې د تل لپاره امنیت او سوکالی ولری.
گهیځ