نیډ پرایس وایی د کنګل افغان پانګې پر ازادېدو او د لګښت پر لارو چارو غور کوی

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د زمری/اسد ۲۵مه او د اګسټ میاشتې ۱۶مه نېټه ده) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایی، متحده ایالتونه په پام کې نه ‌لری چې د افغانستان کنګل شوې درې نیم ملیارډ ډالره پانګه ازاده او د ا.ا تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ته وسپاری.
خو هغه لارې چارې لټوی چې له دغو پیسو د افغانستان خلک نېغ په نېغه ګټه پورته کړی.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس په واشنګټن کې په یوه خبری ناسته کې ویلی، اوس وخت کې فکر نه کوو چې په لنډ مهال کې د افغانستان بانک پانګه زیاته شی.
د تېر کال د اګست له میاشتې چې ا.ا پر افغانستان بیا واکمن شوی، د افغانستان بانک شاوخوا اوه ملیارد ډالره پانګه د امریکا په بانکونو کې کنګل شوې ده.
د دغې شتمنی نیمایی یعنې درې نیم ملیارد ډالره یې د امریکا د ولسمشر جو بایډن په امر، پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو د کورنیو حقوقی دعواوو ته ځانګړې شوې ده.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.