ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د زمری/اسد ۲۶مه او د اګسټ میاشتې ۱۷مه نېټه ده) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اندېښنه ښیی، چې د جمهوریت د پرځېدو پر مهال بهر ته وړل شوې د افغانستان ۱۰۰ چورلکې او جنګی الوتکې ښایی د اوکراینی ځواکونو لاس ته ورشی.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف په یوه تازه مرکه کې ویلی، چې د افغانستان د مخکنی حکومت د پرځېدو پر مهال د دغه هېواد د هوایی ځواک لسګونه چورلکې او الوتکې تاجکستان او ازبکستان ته بېول شوی دی.
نوموړی زیاتوی، د تېر حکومت د هوایی ځواک پیلوټانو نږدې ۶۰ الوتکې او چورلکې تاجکستان او دغه راز ۴۰ یا ۵۰ چورلکې او الوتکې ازبکستان ته لیږدولې دی.
کابلوف دا نه ده په داګه کړې، چې ولې دا اندېښنه ورته پیدا شوې او څنګه شونې ده چې د افغانستان جنګی تجهیزات د اوکراین د پوځ په لاسونو کې ولوېږی.
گهیځ