ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د زمری/اسد ۳۱مه او د اګسټ میاشتې ۲۲مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازی مرستیال مارکس پوتزل وایی په مرکز او ولایتونو کې یې له ګڼو افغان چارواکو سره کتلی دی او له دوی سره یې د نجونو د ښوونځیو پر مسئله خبرې کړې دی.
د پوتزل په خبره دا ورته ثابته شوې ده چې لوړه سلنه افغان چارواکی ښوونځیو ته د نجونو د تګ مخالف نه دی او د دې ملاتړ کوی چې د نجونو ښوونځی باید پرانیستی وی.
نوموړی وایی تمه شته چې د ښوونځیو دروازې ژر د نجونو پر مخ پرانیستل شی.
تر دې وړاندې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم ویلی وو، چې د اوسنی حکومت ډېری چارواکی ښوونځیو ته د نجونو د تګ ملاتړی دی او هڅه کېږی چې دا ستونزه ژر تر ژره هواره شی.
گهیځ