ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د زمری/اسد ۳۱مه او د اګسټ میاشتې ۲۲مه نېټه ده) د کندز روغتیایی چارواکی وایی، په دغه ولایت کې د یوې میاشتې په تېرېدو سره د کرونا ناروغۍ ۷۲۷ مثبتې پېښې ثبت شوی دی.
کندز کې د کوېډ – ۱۹ روغتون ځینې ډاکترانو رسنیو ته ویلی چې په دغه ولایت کې کرونا وبا د خپرېدو په حال کې ده او په تېره یوه میاشت کې دوی په دغه روغتون کې تر ۷۰۰ زیات ناروغان ثبت کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د کرونا او کولرا ناروغیو د خپرېدو خبرداری ورکړی و.
دغه سازمان ویلی وو چې د افغانستان په زلزلهځپلو او سېلابځپلو سیمو کې د کولرا، نریرنځ او کرونا ناروغیو پېښې په زیاتېدو دی.
که څه هم کرونا ناروغی اوسمهال د نړۍ په زیاتو هېوادونو کې د واکسین په وسیله د له منځه تللو په حال کې ده، خو د افغانستان په ګډون په ځینو هېوادونو کې لا هم د واکسین نه تطبیقکېدو او روغتون ته د نهتګ په صورت کې د خپرېدو په حال کې ده.
گهیځ