ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د زمری/اسد ۳۱مه او د اګسټ میاشتې ۲۲مه نېټه ده) رویټرز خبری اژانس د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د بایډن اداره د ا.ا له چارواکو سره د افغانستان د کنګل شوې پانګې د ازادېدو په اړه ځنډول شوې خبرې بېرته پیلوی.
یاد خبری اژانس په دې اړه نور معلومات نه دی ورکړی چې دا خبرې به کله پیلیږی.
تر دې وړاندې وال سټریټ ژورنال په خپل راپور ویلی و چې امریکا په افغانستان کې د ایمن الظواهری تر وژل کېدو وروسته له دغه هېواد سره د کنګل شوې پانګې د ازادېدو په اړه خبرې درولې دی.
گهیځ