ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وږی/سنبله دوهمه او د اګسټ میاشتې ۲۴مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان په تړاو دې بېغوری نه کوی او د اقتصادی ستونزو د هواری لپاره دې لاس په کار شی.
هغه زیاته کړې چې نړیوالې ټولنې دمګړی په افغانستان کې ټوله پاملرنه د نجونو زده کړو او کار ته کړې ده، خو دا چاره قوی اقتصاد ته اړتیا لری.
یو شیاویونګ وایی نړیواله ټولنه باید د سیمې د ثبات او افغانستان کې د امنیت لپاره له اوسنی حکومت سره تعامل ته ادامه ورکړی ځکه له دې پرته بشردوستانه مرستې او د افغانستان د خلکو لاسنیوی شونی نه دی.
هغه ټینګار کړی چې تر هر څه وړاندې باید د افغانستان اقتصاد ورغول شی ځکه له فعال اقتصاد پرته د افغانستان هېڅ برخه پرمختګ نه شی کولی.
گهیځ