په کابل کې د منصور خان د ماموریت پای؛ له کرزی سره یې د مخه ښې لیده کاته کړی

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وږی/سنبله دوهمه او د اګسټ میاشتې ۲۴مه نېټه ده) پخوانی ولسمشر حامد کرزی په کابل کې د پاکستان له پخوانی سفیر منصور احمد خان سره د مخه ښې لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د سیمې پر روان وضعیت او پر دوه اړخیزو اړیکو بحث او خبرې کړې دی.

حامد کرزی د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر متمدنو اړیکو ټینګار کړی او دا یې د دواړو هېوادونو په ګټه بللې دی.

په کابل کې د پاکستان د سفیر منصور احمد ماموریت پای ته رسېدلی او د ځینې خبرونو پر بنسټ پاکستان یې پر ځای عبید نظامی ټاکلی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.