ا.ا د بخښنې سازمان لخوا پر دوی د بشری حقونو د نقض په اړه لګېدلی تور رد کړ

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وږی/ سنبلې دوهمه او د اګسټ میاشتې ۲۴مه نېټه ده) د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد وایی، هغه پروپاګنډ چې د بخښنې نړیوال سزمان لخوا د ا.ا په تړاو خپور شوی بې بنسټه دی.
له دې وړاندې یاد سازمان پر ا.ا نیوکه کړې وه، چې ګواکې په خپله یوه کلنه واکمنۍ کې یې د بشری حقونو ملاتړی بنسټونه منحل کړی او د افغانانو حقونه یې تر پښو لاندې کړې دی او سازمان په دې اړه د عدالت غوښاتنې د کمپاین له پیلېدو هم خبر ورکړی و.
خو مجاهد وایی، چې د تېرو دوه لسیزو په نسبت دا مهال په ځلونو د ښځو په ګډون د بشر حقونه خوندی دی.
نوموړی په زغرده ویلی: “د بخښنې سازمان هغه مهال باید د مسوولیت احساس کړی وی، چې په ورځینی ډول لسګونه افغانان د اشغالګرو لخوا شهیدان او ټپیان کېدل “.
ا.ا وایی، د بښنې نړیوال سازمان د افغان دښمنه کړیو د ویناوو پر بنسټ راپورونه جوړوی او په دې توګه د افغان حکومت د تخریب هڅه کوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.