ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د زمری/اسد ۸مه او د اګسټ میاشتې ۳۰مه نېټه ده) د کډوالو نړیوال سازمان یوه پلاوی له افغانستانه د لیدنې پر مهال ویلی چې په افغانستان کې د کډوالۍ او کورنی بې ځایه شویو په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوی.
د دې سازمان دمرستیالې مېرمن دانیلز په مشرۍ دغه پلاوی د یکشنبې په ورځ په کابل کې د ا.ا د حکومت له ځینو چارواکو په ځانګړی ډول بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقی سره لیدلی دی.
دانیلز ویلی چې په افغانستان ته یې د سفر پر مهال د کورنی بې ځایه شویو وضعیت له نږدې کتلی او په دې برخه کې به د مرستو د جلبولو هڅې وکړی.
د کډوالو د نړیوال سازمان دې پلاوی په داسې حال کې له افغانستانه لیدنه کړې چې په تېر یو کال کې په کور دننه سلګونه کسانو د فقر او بې وزلۍ له لاسه خپلې اصلی مېنې پرېښی، دغه شان جنګ جګړې او طبیعې افتونه نور هغه څه وو چې په افغانستان کې د کورنی بې ځایه کېدو لامل شول.
د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېل نړیوال بشری مرسته کوونکی بنسټونه له کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوی.
گهیځ