ګهیځ نیوز: ننن سې شنبه (د زمری/اسد ۸مه او د اګسټ میاشتې ۳۰مه نېټه ده) د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره ورځ د افغانستان د اوسنی اقتصادی او سیاسی وضعیت په تړاو ناسته وکړه.
د راپورونو پر بنسټ د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ناسته کې ټولو ګډونوالو هېوادونو د افغانستان د وضعیت پر سر پر امریکا نیوکې وکړې او د جوبایډن اداره یې پر اوسنی وضعیت پړه وبلله.
روسیې، چین او ځینو نورو هېوادونو په خپلو څرګندونو کې وویل چې امریکا افغانستان ته د وضعیت د ښه کولو په موخه تللې وه خو نه یوازې چې په دغه هېواد کې یې دایمی ثبات را نه وست بلکې دلته یې میلیونونه وګړی له ستونزو او لوږې سره مخ کړی دی.
دوی پر امریکا نیوکه وکړه چې په شل کلن حضور کې یې افغانستان ته یوازې بدمرغۍ راوړې او د ټولې سیمې امنیت او ثبات ته یې ګواښ جوړ کړ.
امریکایی استازی هم په دې غونډه کې خبرې وکړې او د اوسنی وضعیت ډېری مسوولیت یې پر پاکستان او روسیه اچولی دی.
گهیځ