ګهیځ نیوز: نن شنبه (وږی/اسد ۱۲مه او د اګسټ میاشتې رېیمه نېټه ده) د حزب اسلامی د مشر ګلبدین حکمتیار په باور ښایی امریکایی بې پیلوټه الوتکې د پاکستان او یا هم د تاجکستان له لارې افغانستان ته راځی.
نوموړی ټینګار کړی، چې افغانانو ته باید روښانه شی، چې هېواد ته یې بې پیلوټه امریکایی الوتکې له کومې لارې داخلېږی.
نوموړی د خپلو معلوماتو پر بنسټ څرګنده کړې، چې ښایی دا الوتکې په قطر کې له امریکایی اډې الوزی او د پاکستان له لارې افغانستان ته راځی خو ورته مهال وایی، چې تاجکستان د فرخار ایربیس په نوم یوه پخوانۍ اډه امریکا ته ورکړې، چې د امو سیند په درې کیلومټرۍ کې د تاجکستان په خاوره کې موقعیت لری او په خبره یې ښایی امریکایی ډرون له هماغه ځایه افغانستان ته را اوړی.
له دې وړاندې د افغانستان دفاع وزیر مولوی محمد یعقوب مجاهد هم افغانستان ته د امریکایی الوتکو د راتګ په اړه ویلی و، چې پاکستان خپله فضا د افغانستان پر ضد کاروی خو پاکستان دا ادعاوې رد کړې.
حکمتیار تېره ورځ د جمعې په خطبه کې دا هم ویلی، که امریکا او نړیواله ټولنه په افغانستان کې ټولګډونه حکومت غواړی نو ولې د دوحې مذاکرات یوازې د دوو اړخونو تر منځ تر سره شول.
هغه وویل چې یاد مذاکرات ټولګډونه نه و بلکې د امریکا او طالبانو تر منځ دوه اړخیز وو.
گهیځ