ګهیځ نیوز: نن شنبه (د وږی/سنبلې ۱۲مه او د اګسټ میاشتې درېیمه نېټه ده) ملګروملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو بند پاتې کېدو ته اندېښنه ښودلې.
د ملګرو ملتونو سرمنشی «انتونیو ګوتریش» یو ځل بیا په افغانستان کې تر شپږم ټولګی پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړلکېدو په اړه اندېښنه په ډاګه کړې او ویلی یې دی چې دا کار غیرعادلانه او د ښځو له حقونو څخه سرغړونه ده.
ګوېتریش نن (شنبه د وږی پر ۱۲مه) پر خپل ټویټر د ا.ا حکومت لخوا د نجونو د ښوونځیو تړل کېدو پرېکړه یې د ټول افغانستان پر زیان بللې ده.
ګوېتریش لیکلی: “دا د مساوی حقونو څخه غیرعادلانه سرغړونه ده چې ټول هېواد ته زیان رسوی.”
د ملګرو ملتونو سرمنشی ویلی چې افغان نجونې په ښوونځیو پورې تړلې دی.
د شپږم ټولګی پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو د خلاصون لپاره په وار وار کابل او نورو ولایتونو کې دینی عالمانو هم ناستې وکړې او د ا.ا له سرپرست حکومت څخه یې د ښوونځیو د خلاصون غوښتنه وکړه، مګر تر نن ورځ پورې د ا.ا د سرپرست حکومت له خوا ورته مثبت ځواب نه دی ورکول شوی.
گهیځ